ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د یو شمېر ادارو ترمنځ د ساده شویو پروسو تطبیقي هوکړه لیکونه او د پروسو ساده کولو د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شول

د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې، د عامې روغتیا، پوهنې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، کابل ښاروالۍ او د افغانستان برېښنا شرکت مسولینو د ریاست الوزرا د اداري مرستیال په شتون کې د چهارشنبې په ورځ (۲۶ غویی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال د ساده شویو پروسو تطبیقي هوکړه لیکونه او د پروسو ساده کولو د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې کنفرانس کې ویلي؛ د اسانتیا رامنځته کولو او دولتي ادارو کې د کاري ګټې زیاتوالي، د مراجعینو ګڼې ګوڼې کمولو، د حکومت له کړنو نه د خلکو رضایت کچې لوړولو او د دولت او ملت ترمنځ د تعامل او همکارۍ پیاوړتیا په موخه؛ په دولتي ادارو کې د کاري پروسو ساده کول یوه اړینه چاره ده.

 نوموړي زیاته کړې؛ په ادارو کې د وخت نیونکو او پېچلو پروسو له امله خلک له ستونزو سره مخ دي. دغه مغلقې پروسې باید ساده او خلکو ته چټک او غوره خدمتونه وړاندې شي.

ښاغلي حنفي ویلي؛ اوسمهال د الکترونیکي حکومتولۍ د ترویج لپاره هڅې پیل شوي دي او مونږ ژمن یو، چې د یادې حکومتولۍ پر مټ پېچلې پروسې ساده او اسانه کړو.

دغه راز د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور ویلي؛ دا د خوښۍ ځای دی چې نن په داسې غونډه کې شتون لرو چې موخه یې ولس ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو او روڼتیا رامنځته کولو لپاره د اداري پروسو ساده کول دي.

شیخ نورالحق انور زیاته کړې؛ په وروستیو درې کلونو کې په دولتي ادارو کې ډېری اوږدې او پېچلې پروسې ساده شوي او اوس هم په دې برخه کې هڅې دوام لري.

د نوموړي په وینا اوسمهال په افغانستان کې داسې نظام حاکم دی، چې موخه یې خلکو ته خدمت کول دي.

همداراز د عامې روغتیا، پوهنې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، کابل ښاروالۍ او د افغانستان برېښنا شرکت مسولینو په خپلو خبرو کې یې خلکو ته د ښو او غوره خدمتونو وړاندې کولو، په اداري چارو کې د شفافیت ټینګښت او اغیزمنتوب، د ولس او نظام ترمنځ د واټن کمولو لپاره د پېچلو کاري پروسو ساده کول یوه اړینه چاره بللې او په دې برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنې کړې دي.