ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغان کرېکټ ملي لوبډله ویسټنډیز ته روانه شوه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام کې د ګډون په موخه نن ( پنجشنبه، د غویي ۲۷مه ) د ویسټنډیز هېواد ته روانه شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا، افغان لوبډله به لومړی متحده عربي اماراتو ته ولاړه شي او له هغه ځایه به سبا د لندن له لارې انټېګا ته ورسېږي، چېرې، چې به د یادو سیالیو لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه په لس ورځني تمریناتي کمپ کې ګډون وکړي.

د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام سیالۍ به د روان کال د جون میاشتې په دویمه نېټه د امریکا او کانډا ترمنځ پر سیالۍ پیل شي، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جون په درېیمه نېټه د یوګانډا لوبډلې په وړاندې ترسره کړي.