د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د جمهوريت روغتون د فعاليتونو او کاري پرمختګونو له جريان څخه لیدنه وکړه.
د دې ليدنې پر مهال چې يو شمېر ډاکټرانو او متخصصينو هم حضور درلود، لومړی مسولينو د یاد روغتون د مختلفو برخو د کاري پرمختګونو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
يادو مسولينو ویلي، چې د دې روغتون د اصلاحاتو او معياري کولو بهير ښه پر مخ ځي او د دې پروسې د برياليتوب په صورت کې به د خلکو ډېرې روغتيايي ستونزې حل شي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د دې روغتون د مسولينو له فعاليتونو او کړنو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت افغانانو ته د معياري او سټنډرډ روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړې؛ دې ته په پام چې د جمهوریت روغتون په راس کې متخصص، تجربه لرونکي او زړه سواندي ډاکټران موجود دي، توقع کېږي چې د ياد روغتون کاري بهیر په تر ټولو ښه ډول ترسره شي.