عامې روغتیا وزارت وايي، نن (دوشنبه د غبرګولي ۱۴مه) د هېواد په کچه د روان زېږدیز کال د پولیو یا ګوزڼ واکسین دویم څلور ورځنی ملي کمپاین پیل شو.
د یاد وزارت په وینا؛ یاد کمپاین يې د نړیوالو ادارو په ملاتړ پیل کړی او ټاکل شوې، چې د هېواد پر کچه به د دغه کمپاین په ترڅ کې شاوخوا ۱۱.۲ میلیونه له پینځو کلونو د کم عمر لرونکي ماشومان واکسین شي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د دې کمپاین د پیل په تړاو ویلي؛ یاد وزارت له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دی، څو په ټول افغانستان کې د پولیو وحشي ویروس مخنیوی وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ هڅه کوو، چې د پولیو واکسین د کمپاینونو ترڅنګ نورو بشپړوونکو روغتیايي خدمتونو ته هم دوام ورکړو څو په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ د ختمولو موخې ته ورسېږو.
د عامې روغتیا وزیر همدارنګه له دیني عالمانو، قومي مخور، والدینو او د ټولنې نورو بانفوذه وګړو څخه غوښتنه کړې، چې د وکسیناتورانو ملاتړ وکړي.
پولیو یوه ويروسي ناروغي ده، چې هېڅ درملنه نه لري او مخنیوی یې یوازې په واکسین سره شونی دی. دغهراز پولیو ویروس د ماشومانو د دایمي ګوزڼ او یا مړینې سبب کېدای شي.
له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د ټولنې د ټولو وګړو ملاتړ مهم دی. والدین د پولیو واکسین په ترڅ کې د خپلو ماشومانو په واکسینولو سره هغوی له دایمي ګوزڼ څخه خوندي ساتلای شي.
قومي مخور باید خپل خلک وهڅوي تر څو خپل ماشومان واکسين کړي او د پولیو واکسین له ټیمونو سره دې مرسته وکړي تر څو کمپاین په سیمو کې په ښه توګه پلی شي.