ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ بست لوبډلې د میرویس نیکه درې ورځنیو لوبو لومړی مقام خپل کړ

د میرویس نیکه جام درې ورځنیو لوبو ځلېدونکي لوبغاړي د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو (فرسټ کلاس) لوبو ته لاره پیدا کړه.

په میرویس نیکه جام لوبو کې د هېواد د پینځو زونونو لوبډلو ګډون درلود، چې بست پکې د دوو بریاوو او ۶۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، مس عینک په یوې بریا او ۵۳ امتیازونو دویم، سپین غر په یوې بریا او ۵۱ امتیازونو دریم، امو په یوې بریا او ۳۴ امتیازونو څلورم او بندامیر لوبډلې پرته له کومې بریا په ۲۷ امتیازونو ترلاسه کولو سره د دغه لوبو پینځم مقام خپل کړی.

یادې سیالۍ چې موخه یې د کورني کرېکټ وده او پیاوړي لوبغاړي د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس لوبو ته ورکول دي، د توپوهنې په برخه کې یو شمېر لوبغاړي تر نورو ښه وځلېده.

په یاده لیکه کې ارشاد الدین ساپي د ۳۹۳ منډو په جوړولو لومړی، اصف موسی زي د ۳۶۹ منډو په جوړولو دویم، ضیاء الحق عیسی خېل د ۳۵۸ منډو په جوړولو دریم، اسلام ځاځي د ۲۸۰ منډو په جوړولو څلورم او عثمان نوري د ۲۵۲ منډو په جوړولو سره پینځم مقام ترلاسه کړی.

همدا راز د توپ اچونې په برخه کې د مس عینک لوبډلې لیګ بریکر خلیل ګربز په ۱۷ ویکټو لومړی، د بست لوبډلې لیګ بریکر عبدالباقي پوپل په ۱۵ ویکټو دویم، د امو لوبډلې الراونډر جمعه ګل میاخېل په ۱۴ ویکټو دریم، د مس عینک لوبډلې ښي لاسي چټک توپ اچوونکي اکرام مومند په ۱۳ ویکټو څلورم او د بست لوبډلې چپ لاسي چټک توپ اچوونکي بشیر احمد افغان په ۱۲ ویکټو سره پینځم مقام ونیوه.

په یادو سیالیو کې تر بل هر وخت زیاتو ځوانو لوبغاړو ګډون درلود، چې ځلیدل یې د افغانستان د کرېکټ راتلونکي لپاره ښه زېری دی.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کرېکټ بورډ هر کال په دوامداره توګه د کورني کرېکټ سیالۍ ترسره کوي، چې له مخې یې وړ او با استعداده لوبغاړي ملي لوبډلو او د کورني کرېکټ سترو فرسټ کلاس، لیسټ اې او شپږیزه کرېکټ لیګ لوبو ته لار پیدا کوي.