ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې د سوېلي اسیا په ۱۴م پړاو سیالیو کې درېیم مقام ترلاسه کړ

د سوېلي اسیا بدن ښکلا ۱۴م پړاو سیالۍ، چې څلور ورځې وړاندې د سوېلي اسیا د اووه هېوادونو ۱۷۱ ورزش‌کارانو ترمنځ پیل شوې وې، د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې د ۳۷۰ نمرو په ترلاسه کولو سره پکې درېیم مقام خپل کړ.

په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه ۱۱ تنو ورزش‌کارانو ګډون کړی و، چې د غوره کړنو په پایله کې یې درې د سرو زرو، پینځه د سپینو زرو او درې د برنزو مډالونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې سیالیو کې هندوستان تر ټولو زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او مالدیف هېواد بیا دویم مقام خپل کړ.