د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال شیخ زرمحمد حقاني او د یاد وزارت یو شمېر رییسانو په سعودي عربستان کې د حج پروسې د مهمو موضوعاتو او د همغږۍ په تړاو، د ضیوف البیت (جنوب اسیا) موسسې له مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې افغان حاجیانو ته د غوره او د لازیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي.
دواړو خواوو په مشاعرو (منیَ او عرفات) کې د افغان حاجیانو پر وخت لیږد، په خېمو کې منظم ډول د هغوی ځای پر ځای کول او د حج نورو اړینو موضوعاتو لکه: حاجیانو ته د خوړو وېش، ترحيل، تسکین او ترانسپورټ په اړه هر اړخیزې خبرې شوې او د یادو موضوعاتو په اړه مهمې پرېکړې شوې دي.
د ضیوف البیت موسسه هغه اداره ده، چې د حج په مراسمو کې حاجیانو ته اړین خدمتونه وړاندې کوي.