د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي پخپل کاري دفتر کې د اغاخان بنسټ د موزیمونو د متخصص او کارپوه توماس لینتز په مشري له یوه پلاوي سره لیدنه کړې.
په یاده لیدنه کې مولوي عتیق الله عزیزي ویلي، چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د تاریخي ابدو، لرغونو سیمو او بېلابېلو پېرونو د شاهکارو اثارو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په ورستیو کې دعالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د لرغونو سیمو او تاریخي اثارو دحفاظت، ترمیم او ورته د پاملرنې جامع او صریح فرمان صادر شوی، چې مونږ ته ډاډ او حوصله راکوي.
د ښاغلي عزیزي په وینا؛ د افغانستان په هېڅ برخه کې څوک تاریخي شتمنۍ او اثارو ته زیان نه شی رسولی او نه یې هم خپلسرې کېندنې او قاچاق ته اجازه شته.
د اغان خان بنسټ د موزیمو متخصص او کارپوه لینتز ویلي، چې افغانستان اوسمهال د تاریخي شتمنیو د ساتنې غوره فرصت ترلاسه کړی.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان په موزیمونو کې داسې اثار هم شته چې د نړۍ په یوه موزیم کې نه لېدل کیږي.
د ښاغلي لینتز په وینا؛ که افغان حکومت ورسره همغږي وکړي نو د افغانستان یو شمېر تاریخي اثار به د څېړنې او بیارغونې په پار وټاکي او همداشان به یې د موزیمونو په نړیوال نندارتون کې هم نندارې ته وړاندې کړي.
د هنر او کلتور مرستیال له راغلي پلاوي مننه کړې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی