د کابل پوليتخنیک پوهنتون د ۲۰۲۴ زیږدیز کال اقلیمي بدلون کمولو برخه کې د نړۍ غوره پوهنتونونو په کتار کې راغلی.
لوړو زدهکړو وزارت وایي؛ د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ټایمز لوړو زده کړو مجلې په درجه بندۍ کې غوره پوهنتونونه چې په ۲۰۲۴ کې د اقلیمي بدلون کمول رهبري کوي۱۰۱ ځای خپل کړی.
د لوړو زدهکړو وزارت په وینا؛ په دغه درجه بندۍ کې د نړۍ له ۱۰۳ هېوادونو څخه ۹۲۴ پوهنتونونو ګډون درلود، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون پکې ۱۰۱ام ځای خپل کړی.
کابل پولي تخنیک پوهنتون په ۱۳۶۳هـ.ش کال کې تاسیس شوی او دم ګړی د انجنیرۍ په برخه کې ۸ پوهنځي او ۳۳ ډیپارټمنټونه لري.