ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بډمنتون درې لوبغاړو د روسیې برکس سیالیو کې د ۱۶ غوره پړاو سیالیو ته لاره ومونده

د افغانستان بډمنتون ملي لوبډلې درې لوبغاړو(صادق بارکزي، اسماعیل جاهد او الهام اکبري) د روسیې برکس سیالیو کې، چې د روسیې هېواد په کوربتوب کازان ښار کې ترسره کیږي، له څلورو بریاو وروسته د روسیې برکس سیالیو ۱۶ غوره پړاو انفرادي سیالیو ته لاره ومونده.

هم‌مهاله د نارینه جوړو په برخه کې ورزشکارانو هم په ۸ لوبو کې دوې بریاوې خپلې کړې.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د روسیې کازان ښار کې د برکس نړیوالو سیالیو (BRICS games 2024 Russia) کې له ۱۳ هېوادونو سره ګډون لري.

د افغانستان بډمنتون پینځه کسیزه لوبډلې، چې په انفرادي ډول یې ګډون کړی وو، خپلې سیالۍ په ښو امتیازونو ګټلې دي.