ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل؛ د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د پینځو ولایتونو د ۱۵۰ ورزشکارانو تر منځ د سوک‌وهنې سیالۍ وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د سوک‌وهنې ملي فدراسیون له لوري د یاد فدراسیون په مرکزي جمنازیوم کې له پینځو ولایتونو د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د لوی اختر نمانځلو په موخه د سوک‌وهنې سیالۍ وشوې.

یادې سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې د کابل، ننګرهار، کونړ، لوګر او د خوست ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې یې د کابل ولایت ورزشکارانو د ۱۲۰ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، ننګرهار ورزشکارانو د ۶۰ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او د لوګر ولایت ورزشکارانو د ۱۸ امتیازونو په ترلاسه کولو درېیم مقام ترلاسه کړ.

دې سیالیو یو ورځ دوام وکړ او موخه یې د لوی اختر نمانځل و.

په پای کې غوره لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته د اتلولۍ مډالونه ورکړل شول.