ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل؛ په سپیدار ماڼۍ کې د لوی اختر لمونځ ادا شو

د لوی اختر لمونځ نن سهار، د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، په کابل کې د مېشتو یوشمېر دیپلوماتانو، علمای کرامو او مجاهدینو په ګډون، په سپیدار ماڼۍ کې ادا شو.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ټولو هېوادوالو او د نړۍ مسلمانانو خصوصا د غزې مظلومو مسلمانانو ته د اختر مبارکي وویله او ویې ویل، چې نن په ټول هېواد کې په بشپړ امنیت او ارامۍ کې خلک د اختر خوشحالۍ نمانځي.
نوموړي زیاته کړه، الحمدلله اوس مهال په افغانستان کي بشپړ ارامۍ اوثبات حاکم دي، ټول مسولین دې د خدای تعالی د رضا او د خلکو رفاه په نظر کې نیولو سره، خپل مسولیتونه پر مخ یوسي، څو د لسیزو جګړو او نا امنیو ټپونه کوشېر او هېواد مو تلپاتي ثبات او توسعې ته ورسیږي.