ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان په لومړي ځل اسټرالیا ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د ۸ غوره لوبډلو پړاو کې اسټرالیا ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او تاریخي بریا یې پخپل نوم کړه.

اسټرالیا د لوبې پچه وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ‌وهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۸ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۴۹ هدف وټاکه. اسټرالیا د دې هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د ۲۱ منډو په توپیر سیالي وبایلله او افغانستان تاریخي بریا پخپل نوم ثبت کړه.

رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ په سږني نړیوال جام کې د درېیم ځل لپاره د لومړۍ ویکټې لپاره د ۱۰۰ منډو ملګرتیا وکړه.

رحمان‌الله ګربز په ۴۹ توپونو ۶۰ منډې جوړې کړې او ابراهیم ځدراڼ بیا په ۴۸ توپونو ۵۱ منډې وکړې.

پیلیز توپوهونکي رحمان الله ګربز په دې نیمه سلیزه سره په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې خپله ۱۰مه او په روان نړیوال جام کې درېیمه نیمه سلیزه جوړه کړه.

ابراهیم ځدراڼ بیا په دې نیمه سلیزه سره پخپلو شل اوریزو سیالیو کې ۷مه او په روان نړیوال جام کې دویمه نیمه سلیزه جوړه کړه.

د افغان لوبډلې په ګټه عظمت‌الله عمرزي ۲، کریم جنت ۱۳، راشد خان ۲، محمد نبي ۱۰ او ننګیال خروټي یوه منډه جوړه کړه.

د افغان لوبډلې تکړه الرونډر محمد نبي عیسی‌خیل هم په دې سیالۍ سره د خپل لوبیز ژوند ۴۰۰ شل اوریزې سیالۍ پوره کړې. نوموړي په ۳۴۰ سیالیو کې توپ‌وهنه کړې، چې د ۱۷ نیمه سلیزو پر مټ یې د ۲۱.۴۵ منډو په اوسط ۵ زره او ۸۵۶ منډې جوړې کړې دي.

افغان لوبغاړو په توپ‌اچونه کې خپله بې‌ساري وړتیا وښوده او یو پر بل پسې یې د سیالې لوبډلې ویکټې ترلاسه کړې.

نوین الحق په لومړي اوور کې ټرېوېس هېډ په صفر له مخې لرې کړ او وروسته یې د اسټرالیا لوبډلمشر میچل مارش په ۱۲ منډو اوټ کړ.

محمد نبي بیا پخپل لومړي توپ ویکټ ترلاسه کړه او د سیالې لوبډلې تکړه توپوهونکی ډېوېډ وارنر یې په ۳ منډو له ډګره بهر کړ.

څلورمه او پینځمه ویکټه ګلبدین نایب واخیسته او د اسټرالیا تکړه توپوهونکی مارکس سټاینس یې په ۱۱ منډو اوټ کړ.

د افغان لوبډلې په ګټه شپږمه ویکټ د پیاوړي توپ‌وهونکي ګلېن مکسوېل وه، چې په ۵۹ منډو د ګلبدین نایب له لوري اوټ شو او ورپسې یې پټرېک کمېنس په درېیو منډو له ډګره بهر کړ.

افغانستان او اسټرالیا لوبډلې د ۲۰۲۲ شل اوریز نړیوال جام کې سره مخ شوې او تر اوسه یې یوه شل اوریزه لوبه کړې، چې په ورستیو کې د څلورو منډو په توپیر اسټرالیا ګټلې وه.

د یادونې وړ ده، چې په دې پړاو کې به افغانستان خپله درېیمه لوبه د جون په ۲۵مه د سې‌شنبې په ورځ د بنګله‌دېش پر وړاندې ترسره کړي.