ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د زورخانه‌یي پهلواني ورزش‌کارانو په نړۍوالو لوبو کې درېیم مقام خپل کړ

د افغانستان د زروخانه‌يي پهلواني سياليو ورزش‌کارانو د يادې رشتې د سياليو په دوام، چې له دوو ورځو راهیسې د ایران په اصفهان ښار کې د ٢١ هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې، درېيم مقام خپل کړ.

په دغو سياليو کې شپږ افغان لوبغاړو ګډون کړی و، چې له یوې اوونۍ تمریناتو وروسته يې د بېلابېلو هېوادونو له ورزش‌کارانو سره سیالي ترسره کړې او په پای کې یې پینځو کسانو په ټیمي سبک او يوه يې په انفرادي سبک کې درېیم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې په دې سياليو کې د ایران ورزش‌کارانو لومړی، اذربايجان دویم او افغانستان درېیم مقام خپل کړ.