ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سوک‌وهنې څلور کسیزه لوبډله د اسیا په کچه سیالیو کې د ګډون په موخه روسیې ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د بوکسنګ ملي فدراسیون څلور کسیزه لوبډله د اسیا په کچه د سوک‌وهنې اتم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه روسیې هېواد ته روانه شوه.

د ورزش ادارې رهبرۍ یادو ورزشکارانو ته اړینې لارښونې کړې او له دوی یې غوښتي، چې اسلامي او افغاني اصولو ته تل پاملرنه وکړي او هلته د افغانستان ښه استازولي وکړي.

دغه سیالۍ د روسیې هېواد په یاقوتیس ښار کې د اسیا په کچه د نویو ځوانانو سوک وهونکو ترمنځ ترسره کېږي، چې له افغانستان څخه به پکې مجتبی حیدري په ۴۸ کیلو، احمد علي ملک زاده په ۵۷ کیلو او فردوس نجیبي په ۷۵ کیلو وزنونو کې له خپلو بهرنیو سیالانو سره سیالۍ ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د جون مياشتې پر ۲۶ مه پيلېږي او د جولای میاشتې تر اوومې نېټې پورې به دوام وکړي.