د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ چې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د غويي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي. د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۱۴.۶ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۹۵۰.۵ ميليون ډالرو ته رسېږي.
یادې ادارې زیاته کړې؛ دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په وري مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۹۵.۶ میلیون ډالره و. د ارقامو تحلیل ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په غويي میاشت کې د صادراتو ارزښت د ۱۴۰۳ کال د وري مياشتې په پرتله ۱۹ ميليون ډالره زیاتوالی لري.
له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په وري میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۶۵۰ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د روان کال په غويي مياشت کې د ۳۰۰.۵ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پهکې راغلی دی.
ارقام ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په غويي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه ترسره شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.