ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دې هېواد د ټاکنو لومړنۍ رسمې پایلې اعلان شوې.
یادو ټاکنو کې مسعود پزشکیان د ۵ میلیونه او ۳۵۴ او سعید جلیلي د ۴ میلیونه او ۸۷۵ رایو په ترلاسه کولو تر نورو مخکښ نوماندان دي.
د راپورونو لهمخې محمد باقر قالیباف ۱ میلیون او ۶۲۰ زره او ۶۲۸ رایې او مصطفی پورمحمدي هم ۹۵ زره او ۱۷۲ رایې ترلاسه کړې دي.
ویل کېږي چې په دې ټاکنو کې د ایران دننه او بهر ۶۱ میلیونه، ۴۵۲ زره او ۳۲۱ کسان په شرایطو برابر ګڼل شوي وو.
دا ټاکنې پرون جمعه د چنګاښ پر ۸مه د سهار په اتو بجو پیل شوې، چې د درې ځله وخت په غځولو سره یې د شپې تر ۱۲:۰۰ دوام وکړ.
د ایران له وخت مخکې ولسمشریزې ټاکنې د ولسمشر ابراهیم رییسي له مړینې وروسته ترسره کېږي.