د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استفان دوجاریک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې انتونیو ګوتریش به منځنۍ اسیا ته خپل سفر نن (شنبه د چنګاښ نهمه) له اوزبیکستان څخه پیل کړي.
د ښاغلي دوجاریک په وینا؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي به له تاشکند وروسته قرغیزستان، قزاقستان، تاجیکستان او ترکمنستان ته هم سفر وکړي.
منځنۍ اسیا ته د ښاغلي ګوتریش د سفر موخه د دې هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته او د اقلیم د بدلون په تړاو له یو شمېر پروژو لیدنه ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي به د دغهراز د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې چې د روان کال د جولای په څلورمه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړېږي، ګډون او وینا وکړي.