ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ نړیوال جام سیالۍ د هندوستان په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د ۲۰۲۴ کال کرېکټ شل‌اوریز نړیوال جام سیالۍ د جون مایشتې په لومړۍ نېټه د امریکا او ویسټنډیز په ګډ کوربتوب پیل شوې وې، چې د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې یې دوام وکړ.

په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۲۰ لوبډلو ګډون کړی وو، چې په درې پړاونو کې یې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړې.

لومړی پړاو یې په ۴ ګروپونو (اې، بي، سي او ډي) کې وشوې، چې په څلور واړه ګروپونو کې هرې لوبډلې ۴ ـ ۴ سیالۍ وکړې.

له دې سیالیو وروسته له اې ګروپ څخه هند او امریکا، له بي ګروپ څخه انګلستان او اسټرالیا، له سي ګروپ نه افغانستان او ویسټنډیز او له ډي ګروپ څخه بیا سویلي افریقا او بنګله‌دېش د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړه.

د ۸ غوره لوبډلو پړاو کې ټولې لوبډلې په دوه ګروپونو لومړي او دویم باندې وویشل شوې.

په لومړي ګروپ کې افغانستان، هند، اسټرالیا او بنګله‌دېش مخامخ شول او په دویم ګروپ کې سویلي افریقا، امریکا، ویسټنډیز او انګلستان همغاړي شول.

په دې پړاو کې هرې لوبډلې په خپل ګروپ کې ۳ ـ ۳ لوبې وکړې، چې پایله کې یې له لومړي ګروپ څخه افغانستان او هندوستان او له دویم ګروپ نه سویلي افریقا او انګلستان نیمه‌پایلوبې ته لار پیدا کړه.

په دې پړاو کې خورا پیاوړې لوبډلې لکه ویسټنډیز، اسټرالیا، انګلستان او پاکستان له سختو ماتو وروسته له ټورنمېنټه بهر شول.

د ۸ غوره لوبډلو پړاو کې افغان لوبډلې د اسټرالیا او بنګله‌دېش په ماتولو سره تاریخ جوړ کړ او په لومړي وار یې نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

په نیمه‌پایلوبه کې افغانستان له سویلي افریقا او هندوستان له انګلستان سره برابر شول. په دې پړاو کې هندوستان د انګلستان او سویلي افریقا د افغان لوبډلې په ماتولو سره د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته لار وکړه.

پایلوبه یې د جون میاشتې پر ۲۹مه نېټه د ویسټنډیز اړوند په برج‌ټاون ښار کې د هندوستان او سویلي افریقا ترمنځ وشوه. په دې ستره پایلوبه کې هندۍ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هند په ټاکلیو ۲۰ اورونو کې د ویرات‌کولي ۷۶ او د اکسرپټېل ۴۷ منډو پرمټ یې سیالې لوبډلې ته ۱۷۷ منډې هدف وټاکه.

په دې پاڼۍ کې سویلي افریقا په ګټه کیشاف مهارج او نارټېج ۲ ـ ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

پر وړاندې یې سویلي افریقا د ۸ لوبغاړو په سوزېدو سره د هنریک کلاسن ۵۲ تېزو منډو پر مټ ټولې ۱۶۹ منډې وکړې او د ټاکل شوي هدف په پوره کولو کې پاتې راغله.

په دې پاڼۍ کې د هندوستان لپاره هارډېک پانډیا ۳، ارشدیپ‌سېنګ او جسپرېټ‌بومرا ۲ ـ ۲ ویکټې واخیستې.

په دې پایلې سره هندوستان دویم ځل لپاره د ۲۰ اوریزو سیالیو نړیوال جام اتلولي په خپل نوم ثبت کړه.

افغان توپوهونکی رحمان الله ګربز په ۲۸۱ منډو د دې سیالیو غوره توپوهونکی ونومول شو. فضل‌الحق فاروقي د ۱۷ ویکټو په ترلاسه کولو سره د ټورنمېنټ تګړه توپ‌اچوونکی شو او جسپرېټ بومرا بیا د سیریز نامي توپ‌اچونکی وټاکل شو.

د یادونې وړده، چې د دې سیالیو لسم پړاو به په ۲۰۲۶ کال کې د هند او سریلانکا په ګډ کوربتوب ترسره شي.

روزي خان خپلواک