د افغانستان اسلامي امارت ویاند او دوحې ناسته کې د افغان پلاوي مشر مولوي ذبیحالله مجاهد رسنیو ته د غونډې په اړه ویلي، په لومړیو کې د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان موقف بیان شو، چې پکې د افغانستان زرین دریځ روښانه شو او نړۍ ته دا څرګنده شوه چې دا هېواد د نړۍ سره د متقابلو اړیکو پلوي دی.
نوموړي زیاته کړې؛ نړۍ دې په افغانستان د اقتصادي بندیزونو او فشارونو پرځای پدې ډول ناستو کې د افغانستان له خلکو سره مرستې وکړي.
د ښاغلي مجاهد په وینا؛ د دوحې ناستې ټولو ګډونکوونکو هېوادونو استازو افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې او ویلي يې دي، چې د اسلامي امارت خلاف د هیڅ نظامي اړخ او جهت ملاتړ او همکاري نه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ویلي؛ زموږ غوښتنه دا ده، هغه هېوادونه چې د افغانستان سره په تعامل کې دي هغوي خپل تعامل لا پیاوړی کړي او هغه هېوادونه چې په تعامل کې نه دي هغوي دې د افغانستان سره تعامل ته اهمیت ورکړي او په دې برخه کې د افغانستان له خلکو سره همکاري وکړي.