د ټولګټو وزارت وايي، د ټولګټو وزير ملا محمد عيسی ثاني په مشرۍ د دې وزارت اداري غونډه ترسره شوه.
غونډه کې د ټولګټو وزیر ترڅنګ د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال مولوي عبدالکريم فاتح، د اوسپنيزې کرښې ملا بخت الرحمن شرافت او ټولو ریيسانو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې ملا محمد عيسی ثاني وویل؛ د وزارت ټولې چارې باید په قانوني ډول او پر وخت ترسره شي او په چارو کې دې د هر ډول ځنډ او خنډ مخه ونیول شي.
نوموړي زياته کړه؛ هڅه دې وشي، ترڅو د وزارت د سږ کال په پلان کې شاملې ټولې پروژې پر وخت او ښه کيفيت پلي شي.
نوموړي د غونډې پرمهال مسولينو ته لارښوونه وکړه، چې په ټولو چارو ترسره کولو کې جدي اوسي او په ښه توګه له خپلو کارونو څخه څارنه وکړئ.
همداراز په غونډه کې د ګډونوالو له لورې د ټولګټو وزارت او اوسپنې پټلۍ اړوند د ټولو پروژو د تخنیکي، تدارکاتي، ډیزاین او سروې چارو د ښه تنظيم او پلي کېدو په موخه هر اړخیزې خبرې وشوې او اړینې پریکړې وشوې.