ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د ټولنیزو رسنیو ولایتي کارکوونکو د ظرفیت لوړلو په موخه اونیز سیمینار پيل شو

کابل کې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د ټولنیزو رسنیو ولایتي کارکوونکو د ظرفیت لوړلو په موخه اونیز سیمینار پيل شو.

د ملي راډیو تلویزیون لوی رییس قاري یوسف احمدي د یاد سمینار د پیل په مراسمو کې ویلي، چې دا سیمینار د ستونزو حل، د چارو ښه‌والي او د ټولنیزو رسنیو برخې کارکونکو ترمنځ د لازیاتې همغږۍ په موخه جوړ شوی دی.

د ملي راډیو تلویزیون عمومي ریاست مرستیال هدایت‌الله هدایت د ټولنیزو رسنیو له لارې د اطلاع رسولو پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د ټولنې وګړي د راډیو تلویزیون په پرتله ټولنیزو رسنیو ته زیات لاسرسی لري.

د ملي راډیو تلویزیون د ټولنیزو رسنیو برخې کارکوونکي د خپلو ظرفیتونو د لوړېدو او کاري بهیر د لا ښه‌والي لپاره د ورته سیمینارونو جوړول ګټور بللي دي.

د ملي راډیو تلویزیون رهبري ټینګار کوي، چې راتلونکې کې به په نشراتي او تخنیکي برخو کې د ملي راډیو تلویزیون د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه ګڼ پروګرامونه جوړ او ترتیب کړي.