ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

 غزني کې د پینځه بابه ښوونځيو جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت پوهنې ریاست ویلي، د یو مرستندویه بنسټ په مرسته، د یاد ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې، د پینځه بابه ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي.

دغه ښوونځي چې هر یو به شپږ درسي ټولګي او یوه اداري خونه ولري، ټولییز لګښت یې ۵۳ میلیونه ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.

 د دې ولايت پوهنې ریيس مولوي ميرنصير احمد حسيني، د یادو ښوونځيو د بنسټ اېښودلو په مراسمو کې، چې په ګيرو ولسوالۍ کې جوړ شوي وو، ویلي؛ د دغو ښوونځيو له جملې څخه به په ګيرو ولسوالۍ کې درې بابه او اندړو ولسوالۍ کې دوه بابه جوړ شي او په رغولو سره به یې شاوخوا څلور زره تنو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شي.

دغه‌راز د سیمې خلکو په خپلو ولسوالیو کې د ښوونځیو له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او د پوهنې وزارت د مشرتابه له هڅو یې د ملاتړ ترڅنګ، د ښوونیزو اسانتیاوو د پراختیا هرکلی کړی دی.