کندوز کې د وطني غالۍ پلورونکي په دې ولايت کې د خپل کاروبار له غوړيدو خوښ دي او وايي، چې اوس د وطني غاليو بهرنيو هېوادونو ته په صادرېدو سره یې په کارونو کې ښه والی راغلی دی.
غالۍ د هېواد یو له مهمو صادراتي توکو څخه ګڼل کيږي، چې په دې ووستيو کې يي بازار د پخوا په پرتله ښه شوی دی.
د دغه ولايت غالۍ پلورونکي وايي، د تېرو کلنو په پرتله یې سږ کال کاروبار پرمختګ کړی او په وینا يې سږ کال د دوی غالۍ په پراخه کچه بهرنيو هېوادونو ته صادرې شوې دي.
په یاد ولایت کې د غالیو اوبدونکي د کاري زمینو زیاتوالي په اړه وايي، د وطني غاليو د اهمیت او نړیوال شهرت سره د غالۍ اوبدونکو په ملاتړ خلکو ته د کار لا زمینه برابره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت رهبري تل په هېواد کې د خصوصي سکتور او لاسي صنایعو په ملاتړ ټینګار کړی او پانګوالو ته يي هم د پانګونې ښه زمينه برابره کړې ده.