ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه پر سړک چاودنه په کلکو ټکو غندلې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له مولوي امير خان متقي سره په يوه ځانګړې ټيليفوني مکالمه کې بهرنيو چارو وزارت ته څېرمه پر سړک چاودنه په کلکو ټکو غندلې.

نوموړي د ژورې خواشینۍ او تلسیت مراتب وړاندې کړي او د یادې پېښې قربانیانو ته یې دعا کړې ده.

ښاغلي مقتي له بلاول بوټو څخه د غمشریکۍ او خواخوږۍ له څرګندولو مننه کړې او ویلي یې دي؛ دښمنان غواړي چی امنیت اخلال کړي خو زموږ حکومت او ملت به یې په کلکه مخنیوی وکړي.