څلورسوه بستریز روغتون چې یووخت یواځې دد جګړهییزوقربانیانو لپاره ځانګړی و ، اوس د امنیت په ټینګیدو سره ټاکل شوې د ټولو هېوادوالو لپاره په یوه مجهز روغتیایی مرکز بدل شي.
د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز روغتیایي قوماندان دوکتور محمد طاهر احرار وایي، چې په نږدې راتلونکې کې به د څلورسوه بستریز روغتون د ارتوپیدي ترانسپلانت/ د هډوکو د نښلولو برخه هم فعاله شي .
د ۴۰۰ بستریز روغتون د مسولینو په وینا؛ تېره اداره کې د فساد له امله د دې روغتون ځینې برخې غیرې فعاله وې خو د اسلامي امارت په واکمنیدو سره د غاښونو برخې ترڅنګ د زړه عملیات انجیوګرافي هم فعاله کړې چې په نشتون کې به یې زرګونه افغانان د عملیات په موخه بهرنیو هېوادنونه ته تلل.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر ناروغان او پایوازان د دې روغتون له خدمتونو هرکلی کوي او په هېواد کې د روغتیایي برخې د پرمختګ غوښتنه کوي .
د دې روغتون روغتیاپالان هېوادوالو ته د پرمختللو عصري امکاناتو پرمټ د معیاري روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکوي او زیاتوي چې په دغه روغتون کې د مسلکي پرسنل پرمټ ټولو ناروغانو ته رسېدنه کېږي.
د څلورسوه بستریز روغتون د چارواکو په وینا دمګړې د متخصیصینو په ګډون څه باندې زر تنه اداري او روغتیايي پرسونل په دغه روغتون کې پر دندو بوخت دي .

