Abdulhaq

بهرنیو چارو وزارت پر سړک چاودنه کې، د شهید شویو کارکونکو د فاتحې مراسم د یاد وزارت د مسولینو او د شهیدانو وراثینو په ګډون ترسره شول. دې مراسمو کې د شهیدنو وارثینو ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت د ملا تړ او پاېښت لپاره هر راز قربانۍ ته تیار دي.
دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه او په دې غم کي یې له هغوی سره ځان شریک وباله. نوموړي یاد شهید شوي کار كونکي د هېواد او نظام لپاره ستره ضایعه وبلله او ډاډ یې ورکړ، چې اسلامي امارت به هېڅکله دوی هیر نکړي.
دغه راز د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزي ویلي؛ د اسلامي نظام او هېواد ساتنه یواځې د امنیتي ارګانونو مسولیت ندی، بلکي هر افغان مکلف دی، چې د دښمن په وړاندي خپل ایماني رسالت ترسره کړي. دښمن پرېنږدي چې خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي.

