ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نورستان کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي

نورستان ولایت پیښو پروړاندي مبارزې رياست مسولین وایي، ورستیو سختو ورښتونو له امله په منډول، دواب، کامدیش، وایګل او واما ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

د نورستان ولایت د پیښو پر وړاندي مبارزې رییس مولوي قیام الدین جانباز وایي، په یادو ولسوالیو کې په لسګونو جریبه زراعتي ځمکې، سرکونه، دوکانونه، فرعي لاري، سربندونه او کانالونه ویجاړ شوي دي.

نوموړي زیاتوي، په یو شمېر سیمو کې سرکونه  تخریب شوي، چې د موټرو تګ راتګ یې ستونزمن کړي دي.

د ښاغلي جانباز په وینا، هڅه کوو چې لارې بېرته په عادي ډول د موټرو پرمخ خلاصې کړو.

نورستان ولایت پیښو پروړاندي مبارزې رياست مسولینو خلکو ته ډاډ ورکړی، چې پیښو ته به رسېدنه وکړي او زیانمن شویو خلکو سره به لازمې مرستې وکړي.

د یادونې ده، چې د ورستيو سختو بارانو او سېلابونه راوتلي له امله یو شمیر ولایتونو کې هېوادوالو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل.