ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري په پلازمېنه کابل کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالو کې شمس هرات، اریا فورج، زیتون کابل، اتحاد هرات، برادران خواجه زاده، ظاهر اسد کابل، صداقت، جوانان میهن، سعادت نیمروز او پيروزي پنجشېر لوبډلو ګډون کړی دی.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رییس مولوي احمدالله وثیق، د فوټبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر، د بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، د فوټسال ملي کمېټې رییس محمد نصيب رحماني، د ورزش ګڼو مینه‌والو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق ټولو مېلمنو او ورزشکارانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ خوښي ښودلې، چې د ورزش په برخه کې یو بل ملي پروګرم پیل شو.

مولوي احمدالله وثیق ویلي؛ د افغانستان ورزش له بل هر وخت څخه ډېره وده کړې، چې په یاده برخه کې د کرېکټ، فوټسال، فوټبال او بدن ښکلا وروستۍ لاسته راوړنې د یادونې وړ دي.

نوموړي زیاته کړې، په تېر کال کې د سترو لیګونو په شمول د هېواد په کچه څلور زره لویې او وړې ورزشي پروګرامونه ترسره شوي دي.

ښاغلي وثیق په پای کې هیله څرګنده کړې، چې د فوټسال دغه لیګ به د امن او خوښي فضا کې ترسره شي.

دغه‌راز د فوټبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر د افغانستان د فوټسال د وروستیو لاسته راوړنو په اړه خبرې کړي او له اسلامي امارت او خصوصي سکتورونو څخه يې غوښتي، چې د هېواد د ورزش او ورزشکارانو ملاتړ وکړي ترڅو په نړیوالو سیالیو کې په لوړ مرال ګډون وکړي او ښې لاسته راوړنې ولري.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ هم د یادو سیالیو په ښه پیل خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، دا د ورزشي بنسټونو د ملاتړ پایله ده، چې ورزش مو په کم وخت کې ډېر پرمختګ ګړی دی.

ښاغلي ځدراڼ رسنیو ته د وضاحت په ډول ویلي؛ چې د فوټسال او فوټبال ملي لوبډلې د بهرنیو سفرونو ټول لګښت د فوټبال فدراسیون پر غاړه دی او ژمنه یې کړې، چې له خپلو ورزش کارانو به د ورزش په هر ډګر کې ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ظاهر اسد او شمس هرات لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې شمس هرات لوبډلې د شپږ پر یو ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې، چې د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ به ٢٣ ورځې دوام وکړي او اتله لوبډله به د مرکزي اسيا د فوټسال جام (کافا کلپ) سیالیو ته لار ومومي.