ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ننګرهار د ګمرک ریاست په عوایدو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د ننګرهار د ګمرک ریيس مولوي عبدالهادي ابرار او د صنعت او سوداګري ریيس مولوي سيد عبدالبصير پاچا د يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس له لارې د خپلو رياستونو د کړنو راپور وړاندې کړ.

په یاد کنفرانس کې د ننګرهار د ګمرک رییس ویلي؛ د ګمرک رياست په عوايدو کې دېرش سلنه زياتوالی راغلی، چې د بېلګې په ډول د تېرو درېيو مياشتو عوايد مو ۷۸۵ ميليونه افغانۍ وو.

نوموړي زیاته کړې، چې هره ورځ له زرو تر دولسو سوو پورې بار لارۍ په دې ګمرک کې محصول کېږي، چې په قانوني ډول د سوداګرۍ چارې مو پر مخ روانې دي.

د نوموړي په وینا؛ د قاچاق او فساد مخه نيول شوې، سوداګرو ته د لا زياتو اسانتياوو د برابرولو په موخه زر جريبه ځمکه د تاسيساتو لپاره او پنځه سوه جريبه ځمکه د موټرو د تمځي لپاره ځانګړې شوې او د لعلپورې په ساحه کې شپږ سوه جريبه ځمکه د سوداګرو د سوداګريزو فعاليتونو د پراختيا لپاره برابره شوې ده.

ښاغلي ابرار ویلي، چې د سردار محمد داود خان د پلان له مخې د تورخم ښارګوټي به ډکې ته ولېږدول شي او په تورخم سیمه کې به هم د سوداګري د پرمختګ لپاره تاسيسات جوړ شي.

په کنفرانس کې د ننګرهار ولايت د صنعت او سوداګري ریيس سيد عبدالبصير پاچا ویلي؛ په ننګرهار کې ۳۵۰ بېلا بېلې فابريکې او کارخونې کار او فعاليت کوي، چې د نوموړي د معلوماتو په بنياد ۸۰۰۰ تنو ته پکې د کار او فعاليت زمينه برابره شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته ۵۰.۳ ميلونه، ۷۳۰ زره او ۸۰۰ افغاني عوايد په شفاف ډول راټول او بانک ته تحويل شوي دي.

د ښاغلي پاچا په وینا؛ د ډاډمن امنيت په شتون کې ټولو پانګوالو ته د پانګونې زمينه برابره شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د حساب ورکولو دا ډول کنفرانسونه د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په لاره اچول شوی دی، چې هره اوونۍ به ترسره کېږي او مسوولين به د خپلو کړنو رپوټونه او فعاليتونه د مطبوعاتو له لارې له ولس سره شريکوي.