ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: هېواد ته د حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده

د حج بهیر په بریالیتوب سره پای ته د رسېدلو په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب تر مشرۍ لاندې په یاد  وزارت کې غونډه شوې.

په یاده غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د دې وزارت مرستیالانو مولوي عارف الله عارف، شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور، شیخ زرمحمد حقاني او د مرکزي ریاستونو رییسانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ویلي؛ دغه وزارت د اړوندو امارتي ارګانونو په همکارۍ وتوانېد چې د سعودي عربستان لخوا د حج ۳۰ زره راکړل شوې سهمیې اړوند حرمینو شریفینو ته ټول حاجیان ولیږدول شول.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ د دغې ملي پروسې د لا ښه پرمخ بیولو په موخه د هېواد د څلورو پروازي زونونو (کابل، بلخ، کندهار او هرات) د حاجیانو په مجتمعاتو، هوایي ډګرونو او نورو اړونده ځایونو کې او دغه راز په سعودي عربستان کې ګڼې بېلا بېلې کمېټې جوړي کړې وې، چې د دغو کمېټو په مرسته د حج دغه لویه پروسه په ښه ډول سره مدیریت شوې.

د شیخ نورمحمد ثاقب په وینا، سعودي عربستان ته د حاجیانو لیږد او رالیږد د دوو هوايي شرکتونو له لوري ترسره شو، چې د حاجیانو لومړی پرواز د ذوالقعدة الحرام په اوله نېټه شروع شو او د (۹۴) پروازونو په ترڅ کې د هېواد د څلورو پروازي زونونو له هوایي ډګرونو څخه ۳۰ زره حاجیان سعودي عربستان ته ولیږدول شول.

ښاغلي ثاقب ویلي؛ د حج مناسک په خیر او په عافیت سره ترسره شول چې د حج د مناسکو له اداء کولو وروسته د ذوالحجې میاشتې په ۱۶مه نېټه هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته راتلو لومړی پرواز ترسره شو، چې د دوشنبې په ورځ (۱۶ د محرم الحرام ۱۴۴۶ هـ ق) په ورستیو پروازونو کې ۶۲۱ تنه اخیرنې حاجیان د کندهار هوايي ډګر ته پخیر سره راورسیدل، چې په دې سره ټول ۳۰ زره حاجیان د هوایي شرکتونو لخوا په ۹۴ پروازونو کې له مدینې منورې او جدې هوایې ډګرونو څخه هېواد ته را ستانه شول.

همداراز د ارشاد، حج او اوقافو وزیر زیاته کړې؛ حاجیانو ته په مکه مکرمه او مدینه منوره کې (مسجد حرام او مسجد نبوي) ته نږدې عمارې (استوګنځایونه) نیول شوي وو، چې ټولو افغان حاجیانو ته درې وخته ( سهار، غرمه او ماښام) ښه مناسب او سالم خواړه ورکول کېدل او د تغذیې د کمیټې لخوا د خوړو د وېش له بهیر او کیفیت څخه جدي څارنه کیدله، دوی ته د ټرانسپورټ سربیره په عمارو کې د روغتیايی کلینیکونو اسانتیاوې هم برابرې شوې وې، چې په مکه مکرمه کې اووه زره او ۳۷۱ تنه او په مدینه منوره کې څلور زره او ۸۱۶ تنه حاجیان د ټاکلو افغان ډاکټرانو لخوا تداوي شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان د حاجيانو مرګ ژوبله د تیرو کلونو په پرتله او دغه راز د نورو هېوادونو په مقایسه ډېره کمه وه، چې په مجموعې توګه ۲۷ تنه حاجيان په مکه مکرمه او مدينه منوره کې د بېلا بېلو پېښو له کبله وفات شوي دي، چې له دې جملې څخه دوه تنه په ترافیکی پیښه کې، یو تن د لوړ فشار لرلو له امله، یو تن د زړه د تکلیف له امله، یو تن د شکر تکلیف درلودلو له کبله، یو تن د ګرمۍ د شدت له امله او پاتې ۲۱ تنه د طبیعي مرګونو له کبله وفات شوي دي.

ښاغلی ثاقب د غونډې په پای کې ویلي؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په هېواد کې د یو ستر دیني ارګان په توګه توانیدلی، چې حاجیانو ته غوره خدمتونه عرضه کړي او تل یې د مناسبو او تجربه شوو معاصرو طریقو څخه په استفادې د حج دغه لويه دیني فریضه، ملې او بین المللي پروسه په ښه ډول مدیریت او په کامیابی سره پای ته رسولې