ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستان حکومت د افغان قانوني کډوالو د اوسېدو موده یو بل کال وغځوله

د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي؛ د دې هېواد کابینې پرېکړه کړې، چې د ۱.۴۵ میلیونه قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده یو کال نوره هم وغځوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسولین د پاکستان یاد اقدام ستايي او له دې هېواد څخه غواړي، تر څو د افغان کډوالو له اجباري ایستلو ډډه وکړي او پرېږدي چې پخپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.

د یاد وزارت مسولین وايي؛ تر دې مهاله له پاکستان څخه ۵۴۰ زره افغان کډوال ایستل شوي، چې د افغان حکومت له لوري د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.

بل لوري ته د افغان کډوالو د حق غوښتنې بنسټونه وايي، چې پاکستان باید د افغان کډوالو له جبري ایستلو ډډه وکړي او هلته میشتو افغانانو ته وخت ورکړي، چې د خپلو پانګو او کاروبارونو دلېږد او خوندیتوب لپاره مناسبه حللاره ومومي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ له پیل سره سم اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو د ښه مدیریت لپاره د بېلابېلو ادارو له استازو ګډ کمیسیون جوړ کړی او په کور دننه یې اړینې اسانتیاوې ورته برابرې کړې دي.