د امر باالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت پلاوي د نظامي امر باالمعروف مرستیال شیخ سعید احمد شهید خيل د یاد وزارت یو شمېر نورو مسولینو په ملتیا کونړ ته سفر کړی او د کونړ له والي، مرستیال او ادارو رییسانو سره یې ناسته ترسره کړې.
د کونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو سربېره د غه نظام د جیدو علماوو، حافظانو، فدایانو، د وطن ماشومانو، ښځو او نارینو د بې ساریو قربانیو په بدل کې رامنځته شوی او ستره موخه یې د اسلامي نظام حاکمیت او شریعت حاکمیت دی.
د امر باالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدو وزارت د نظامي امر باالمعروف مرستیال ویلي، امر باالمعروف او نهې عن المنکر الهي امر او د اسلامي نظام هویت او ځانګړنه ده.
هغه د امر باالمعروف او نهې عن المنکر په ښیګڼو او ارزښت د خبرو ترڅنګ د ناستې ګډونوالو وړاندیزونه هم اوریدلي او هیله یې څرګنده کړې، چې دغه سفر په ترڅ کې به د ولسولانو، امنیه قومندانانو او کشفي ادارو له مسولینو سره هم ناستې ولري او د پلاوي له خوا به د ادارو کارکوونکو ارزونه هم ترسره شي.