ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي امیرخان متقي او د چین د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستیال لیدنه؛ د لرغونو اثارو په خوندیتوب خبرې شوي

د چین د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستیال او د چین د فرهنګي میراثونو د ملي ادارې عمومي مشر ښاغلي لي چُن د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

 په دې ناسته کې د افغانستان او چین ترمنځ په فرهنګي تبادلې، د مس عینک په سیمه کې د لرغونو اثارو خوندیتوب او د افغانستان حکومت ته په ګڼو تخنیکي برخو کې د بشري ظرفیت روزنې په اړه هراړخیزې خبرې شوي.

 په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې، چې د مس عینک سیمه کې د لرغونو اثارو خوندیتوب له تضمین سره د مسو کان ایستنې او پروسس ژر پیل شي.

 همدا راز مولوي امیر خان متقي په خپلو خبرو کې د افغانستان او چین ترمنځ د واخان دهلیز د دواړو هېوادونو په نښلون کې مهم بللی او ویلي يي دي، د دهلیز رغونه د افغانستان د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

 د چین د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستیال د افغانستان او چین دوې اړخیزې اړیکې مثبتې بللي او افغانستان ته په خپل راتګ او له ځینو کلتوري سیمو په لیدنه یې خوښي څرګنده کړې.

 نوموړي ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ فرهنګي همکاري کولی شي په ګڼو نورو برخو کې همکاریو ته لار پرانیزي.

 لي چُن زیاته کړې، د مس عینک پروژه په خپله د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي تبادلې او تفاهم یو مثال دی.

لي چُن همداراز ویلي، د کانونو او فرهنګي چارو متخصصین یې په دې سفر کې ملتیا کوي ترڅو د مس عینک د ایستنې چارې په داسې ډول پیل شي چې د لرغونو اثارو خوندیتوب هم تضمین شوی وي.