ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عامې روغتیا وزارت په 16 ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاين پيل کړ

عامې روغتیا وزارت هېواد کې د ګوزڼ له منځه وړلو په موخه په ۱۶ ولایتونو کې د ۴ورځو لپاره د ګوزڼ ضد واکسین د پلي کولو کمپاین پیل کړی.

د یاد وزارت په وینا؛ په دې کمپاین کې به له پینځه میلیونو زیات هغه ماشومان واکسین شي، چې عمرونه یې له پینځه کلونو کم او د ګوزڼ له لوړ خطر سره مخ وي.

روغتياپالان په ماشومانو کې ګوزڼ، خطرناکه ناروغي بولي او له کورینو غواړي، چې د دایمي معولوليت مخنیوي په موخه خپل ماشومان واکسین کړي.

په همدې حال دیني عالمان هم د ګوزڼ ضد واکسین پلي کول د ارزښت لرلو له امله اړین بولي او له کورنیو غواړي چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د مسولینو په وینا؛ په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ګوزڼ یوازې دوې مثبتې پيښې په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوي چې اوس یې د له منځه وړلو له پاره هڅې روانې دي.