د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني خوست ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ټولګټو رییس په ملتیا د خوست د غلام خان بندر په مسیر له دريو هغو پلونو (بوري، باړي او ميداني) څخه لیدنه کړې، چې د وروستيو سېلابونو له امله يې ځينې برخې ویجاړې شوې وې.
ملا محمد عیسی ثاني د خوست ولایت د ټولګټو ریاست مسولينو ته لارښوونه کړې، چې د یادو پلونو د رغونې په برخه کې دې
ګوټلي ګامونه پورته کړي او د امکاناتو د نشتون په وخت کې دې له سروې او براورد څخه وروسته موضوع له مرکز سره شریکه کړي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د لویو لارو، سړکونو او اوسپنیزو کرښو په بیارغونې سره درنو هېوادوالو او سوداګرو ته بشپړې اسانتیاوې برابرې کړي.