د ایران له لورې د عامې روغتیا ریاست اړوند خاتم الانبیا شکر ناروغانو درملنې مرکز سره د ۱۵زره ډالرو په ارزښت د اړینو وسایلو او موادو مرسته شوې.
ننګرهار کې د ایران قنسلګرۍ له لورې د ۱۵ زره ډالرو په ارزښت د طبي او غیر طبي وسایلو او لابراتواري موادو مرسته شوې.
یاده مرسته ننګرهار د عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف ته د یاد ولایت د بهرنیو چارو رییس مولوي احمد او یو شمیر نور مسولین په شتون کې سپارل شوې.
په دې وسایلو کې یو مایکروسکوپ، مایکرولیب، I Chroma II ماشین، یو پي اس، اړین لابراتواري مواد او د موادو ساتلو یخچال شامل دي.
مولوي امین الله شریف ویلي، د یادې مرستې سره به د دې مرکز ډيرې ستونزې په ځانګړې ډول د شکر ناروغانو د اړینو معایناتو ستونزه حل شي.
نوموړي زیاته کړې؛ د ورځې په اوسط ډول تر ۸۰ ناروغانو پورې دې مرکز ته مراجعه کوي، چې د اړینو معایناتو او درملو ورکړې ترڅنګ د شکر درملنه او مخنیوی هم کیږي.
ښاغلي شریف ویلي، د دې مرکز د لا ښه والي لپاره یې خپلې هڅې روانې کړي او په دې برخه کې یې د ایران هېواد څخه د نورو مرستو غوښتنه هم کړې.