ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عامې روغتیا وزارت د ژیړي ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ونمانځله

د عامې روغتیا وزارت له لورې د ژیړي (هیپاټیټیس) ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ (همدا اوس د عمل وخت دی) تر شعار لاندې د یوې سترې غونډې پرمهال ونمانځل شوه.

 په دغو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د کورنیو او بهرنیو اداراتو استازو، د عامې روغتیا وزارت رییسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ویلي؛ په افغانستان کې که څه هم د ژیړي ناروغۍ کچه د نورو هېوادونو په پرتله ټیټه ده، خو په وینا یې د اټکلونو له مخې په تېره لسېزه کې له ۱۰۰ زرو ډیر کسان په ژیړي (هیپاټیټیس) اخته شوي دي.

مولوي عبدالولي حقاني زیاته کړې؛ تېر کال په افغانستان کې د دې ناروغۍ ۱۵ زره شاوخوا پېښو راپور ورکړل شوی دی، چې له دې جملې څخه  ۱۲ زره  د بي ژیړي (هیپاټیټیس) ناروغان او یو زر او ۳۰۰ د سي ژیړي (هیپاټیټیس) ناروغان ثبت شوي دي.

نوموړي ویلي؛ د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ژیړي او ایچ آی وي د ملي پروګرام په چوکاټ کې د ژيړي ناروغۍ د مخنیوي، درملنې او کنټرول په برخه کې په نشتو امکاناتو خپل ولس ته خدمات کوي.

مولوي عبدالولي حقاني ویلي؛ اوس مهال په ۱۴ ولایتونو کې د دې ناروغۍ د تشخیص او پیژندنې مرکزونه شتون لري او په اتو ولایتونو کې د درملنې خدمتونه ترسره کېږي، چې په نږدې راتلونکي کې به لسو نورو ولایتونو ته د دې ناروغۍ د درملنې خدمتونه ورسول شي.