د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو پروګرام مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې لپاره د پولیو له منځه وړلو پروګرام رییس ډاکټر حامد جعفري هم ګډون کړی و.
د ناستې پرمهال دواړو لوریو په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو په هڅو، د پولیو لابراتوار په بشپړ فعالولو او د پولیو پروګرام د ننګونو په تړاو خبرې کړي دي.
مولوي نور جلال جلالي په افغانستان کې د پولیو لابراتوار لپاره د پاتې تجهیزاتو د تمویل او د ظرفیت لوړونې غوښتنه کړې ده.
ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان مشرانو ډاډ ورکړی، چې د پولیو لابراتوار پاتې تجهیزات به ژر را رسېدو سره لا پراخه او خدمات به یې اغیزمنتیا ومومي.