کابل کې د ناروې شارژدافیر پال کلومان بکر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې او دواړو لورو د بشري مرستو، امنیت، پراختیايي همکاریو او یو لړ سیاسي موضوعاتو خبرې کړې دي.
ښاغلي بکر د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په چاودنه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې هېواد یې د تل په څېر اوس هم له افغانستان سره اوږدمهاله اړیکو ته چمتو دی او هڅه کوي، چې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې؛ ناروې هوډ لري چې له افغانستان سره د سیاسي تعامل په پار له نړیوالو شریکانو سره ګډ کار وکړي.
د ناروې شارژدافیر ټینګار کړی، چې د افغانستان اوسني چارواکي او حاکمیت یو واقعیت دی او نړیوال باید رښیتینی چلند ورسره وکړي.
ښاغلي متقي ویلي؛ هڅه باید وکړو چې نړۍ او افغانستان سره نږدې کړو او زیاته کړې یې ده، چې د نوي حکومت مثبت کارونه باید وستایل شي او مثبت ځواب ورکړل شي.
د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په وینا؛ له لسیزو وروسته سرتاسري امنیت تامین شوی، له داعش او مخدره توکو سره مؤثره مبارز شوې او ژمن یو چې هېواد کې هر اړخیز ثبات حاکم او له افغان خاروې هیڅ کوم لوري ته ګواښ متوجې نه شي.
ښاغلي متقي زیاته کړې؛ تاریخونه شاهد دي چې په افغانستان فشار راوستل ګټه نه لري او اوس باید یو له بل سره د همکاریو له لاري پر مخ ولاړ شو.
دغه راز په ناسته کې دواړو لوریو په نیمګړو پروژو، ښوونې او روزنې او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.