ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د افغانستان-پاکستان اقتصادي دهلیز په نوم سمینار کې ګډون کړی

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې د دې سفارت سرپرست سردار احمد شکېب بهرنیو چارو اړیکو په اړه د پاکستان شورا له لوري د افغانستان-پاکستان اقتصادي دهلیز تر سرلیک لاندې سمینار کې ګډون او وینا وکړه.

په دې سمینار کې د هېواد د ریل پټلۍ ادارې او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي، پاکستان لپاره د ازبکستان سفیر ایبک عارف عثمانوف، د قزاقستان سفیر یرژن کستافن او پاکستاني څېړونکو او مقاماتو ګډون کړی و.

ښاغلي شکېب دې سمینار ته وینا کړې او په تېر یوه نیم کال کې یې دسیمه‌ییز اتصال په برخه کې د ا.ا پر پالیسیو، له پاکستان او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره دافغانستان په اقتصادي اړیکو کې پر وروستيو پرمختګونو او په دې برخه کې پرشته ننګونو خبرې کړې دي.

دغه راز دافغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او په دې برخه کې د شته لویو پروژو پر ژر تطبیق ټینګار شوی دی.