د افغانستان مليراډیو تلویزیون د مسلکي او علمي وړتیاوو لوړولو په موخه پرلهپسې او کوټلي ګامونه اخیستي او د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ته ژمن دی.
د مليراډیو تلویزیون رهبرۍ تازه د ولایتي ارشد ډایکټرانو لپاره د مستندونو جوړولو په برخه کې د ظرفیت لوړونې اونیز سمینار پیل کړ. په دې سمینار کې د مستندونو د جوړولو اغیزمنې لارې او د ښو مستندونو جوړولو په طرز خبرې کېږي.
د مليتلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي د یاد سمینار په پیل کې ویلي، چې د وړتیاوو لوړولو دغه پروګرامونه به احتمالي ستونزې حل او د کارونو په ښهوالي به مستقیمه اغیزه وکړي.
نوموړي ولایتي همکارانو ته سپارښتنه کړې، تر څو د شته ډاډمن امنیت په تړاو حقیقي معلومات راټول او د هغه پروپاګند مخه ونیسي، چې له بهره د ناسم انځور وړاندې کولو هڅې کوي.
د یاد سمینار ګډونوال د خپلو ظرفیتونو لوړولو او کاري بهیر ښهوالي لپاره د دې ډول سمینارونو جوړول اړین او ګټور بللي دي.
له دې وړاندې هم د مليتلویزیون د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه ګڼ سمینارونه جوړ شوي وو، چې څو اونۍ وړاندې د ټولنیزو رسنیو ولایتي همکارانو ته سمینار جوړ او په اړین موضوعاتو بحث پکې وشو.