د کابل ښار په عیدګاه جومات کې د ځینو کابل ښاریانو په ګډون د حماس غورځنګ سیاسي دفتر د پخواني مشر شهید اسماعیل هنیه د فاتحې او قران عظیم شان د ختم مراسم تر سره شول.
دغو مراسمو ته د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند پخپل استولي پیغام کې د هنیه شهادت یوه ستره ضایعه وبلله او د نړۍ له ټولو هېوادونو یې وغوښتل چې په غزه کې د جګړې مخه ونیسي.
د دغو مراسمو ځینو ګډون کوونکو دیني عالمانو په غزه کې روانه جګړه د ټولو نړیوالو معیارونو خلاف وګڼله او په ژر درېدو یې ټینګار وکړ.
د مراسمو ځینو نورو برخهوالو د دوکتور هنیه شهادت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته یوه لویه ضایعه وبلله او له اسلامي هېوادونو یې وغوښتل چې د اسراییلي رژیم د ظلمونو پر وړاندې یو موټی شي.
د حماس غورځنګ سیاسي دفتر پخوانی مشر دوکتور اسماعیل هنیه د زمري په لسمه تهران کې د یوه برید په ترڅ کې شهید شو.
نوموړي د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته سفر کړی و.