ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر او د افغانستان لپاره د UNDP سازمان مشر لیدنه؛ د با ثباته روغتیايي خدماتو پر شتون ټینګار شوی

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د UNDP سازمان له مشر سټیفن روډریک او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د هېواد روغتیايي مرکزونو لپاره د سولري برېښنا سیستم جوړولو، ملاریا، توبرکلوز او ایچ آی وي (ایډز) ناروغیو د مخنیوي او روغتیايي خدماتو اړوند خبرې شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر د یاد سازمان له همکارۍ په مننې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره روغتیايي خدمتونو برابرولو، د روغتیايي مرکزونو لپاره د سولري برېښنا سیستم جوړولو او د ساري ناروغیو په کنټرول کې د یاد سازمان همکاري اړینه بللې او د لنډ مهاله پروژو پر ځای یې د دوامداره او با ثباته خدماتو پر شتون ټینګار کړی.

د UNDP سازمان مشر پر خپلو دوامداره همکاریو ټینګار ته په اشارې په دې برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی.