د عامې روغتیا وزارت له لوري د مور په شیدو د تغذيې نړیوالې اوونۍ نمانځغونډه’ د تشې ډکول د مور په شیدو د تغذیې ملاتړ د ټولو لپاره‘ په شعار د ځانګړو مراسمو پرمهال ترسره شوه.
په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د زراعت وزارت مسلکي مرستیال، د عامې روغتیا وزارت د یو شمېر ریاستونو رییسانو، د یونیسیف او خوړونړیوال پروګرام (WFP) استازو ګډون کړی و.
یاد پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونووړاندې کولو مرستیال د مور شیدو پر اهمیت د هر اړخیزې وینا ترڅنګ ماشومانو ته د مور د شیدو په ورکولو ټینګار وکړ.
مولوي عبدالولي حقاني وویل؛ عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې په خپلو هلو ځلو سره د نړیوالو علمي مراجعو په استناد ملي پروتوکولونه رامنځته کړي دي، چې د دې وزارت مقرارت او ملي لارښودونه د مور د شیدو په واسطه د تغذیې د تقویې اړوند لارښودنې له ځانه سره لري.
دغه راز په دې پروګرام کې د رسنیزې اعلامیې خپرولو ترڅنګ په یاده برخه کې ګډونوالو ته د عامه پوهاوي په موخه ترتیب شوی پریزنټیشن وړاندې شو.