د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې ورځې غونډې ته په اشارې سره ویلي، چې دغه ډول غونډې افغانستان سره د تعامل په برخه کې ګټورې دي.
نوموړي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
خو د نړیوالو چارو شنونکي په دې ډول غونډو کې د اسلامي امارت د استازي ګډون ګټور بولي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې مهال د افغانستان په تړاو غونډه کوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي ادارې لوړ پوړی پلاوی لا هم کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنو بوخت دی