ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر: هېواد یې افغانستان کې په برېښنا او رېل‌پټلۍ شبکه پانګونه کوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال اسد میاشتې په ۱۸مه نېټه د ویډیو کنفرانس له لارې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو سربېره د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کېدو د لارو چارو، تور غونډۍ بندر کې د رېل پټلۍ سټېشن د پراختیا، ترانزیټ او ترانسپورټ کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت او ترکمنستان په سیاسي او اقتصادي برخه کې ښې اړیکې لري او دواړه لوري باید د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅې وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان او ترکمنستان په مختلفو برخو کې مشترکې ګټې لري او اوس‌مهال یې د ترلاسه کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

د ښاغلي ملا برادر اخوند په وینا؛ د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي، چې اساسي تمرکز یې پر سیمه‌ییز اتصال دی او دې موخې ته د رسېدو لپاره د سیمې او په ځانګړې توګه ترکمنستان همکارۍ ته اړتیا لري.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ترکمنستان دوستانه اړیکو ته په اشارې سره ویلي، چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو په موخه په نږدې راتلونکي کې د د دې هېواد په خاوره کې د ټاپي پروژې کارونه پیل کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې په پلان کې لري افغانستان کې د برېښنا او رېل پټلۍ شبکې په برخه کې پانګونه وکړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې دواړه هېوادونه به په مختلفو برخو کې د یو لړ شریکو موضوعاتو په اړه ګډ کار ته ادامه ورکوي، ترڅو د دواړو هېوادونو لپاره له رامنځ ته شوو فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته شي.

په پای کې د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ته له ترکمنستان څخه د لیدنې بلنه ورکړې تر څو په مناسب وخت کې دغه هېواد ته سفر وکړي.