د زمري ۲۴مه د فتحې ورځ د هېواد په تاریخ کې یوه زرینه ورځ ده. د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴مه هېواد کې یو ځل بیا د اسلامي نظام بنسټ کېښودل شو او امریکايي اشغال پای ته ورسېد.
په دې ورځ حق بریالی شو او افغان ولس یو ځل بیا د خپلواکي په فضا کې د ارام ساه واخیسته.
د افغانستان اسلامي امارت مجاهدینو په پوره مېړانه امریکايي یرغلګرو ته ماتې ورکړه او د هېواد په تاریخ کې یې یو نوی باب پرانیست.
د زمري ۲۴مه د فتحې ورځ، چې شل کلن اشغال پای ته پکې ورسېد او هېواد مو خپلواک شو، د افغانانو په ذهنونو کې د هېواد د برم او دبدبې ورځ ده او نه هېرېدونکې یې ګڼي.
د زمري پر ۲۴ مه اتلو مجاهدینو د ټوپک په شپیلۍ د غربي استعمار ښکرې ور ماتې کړې او هېواد ېې له پردي اشغال څخه وژغوره. د دوی سرښندنې به د تاریخ پر پاڼو خوندي او یاد به یې تل زموږ په زړونو کې وي.

د اسد ۲۴ مه د افغان غیور ملت د سپیڅلي جهاد پایله وه، چې نړۍ ته یې د خپل دین وطن او ملي ارزښتونو سره د مینې یوه حیرانوونکې او نه هېردونکې ننداره وړاندې کړه.
دا تاریخ به همیشه د نړۍ د ویاړونو په کتابونو کې په زرینو کرښو لیکلی پاتې وي.

خپلواکي د یوه هېواد برم او عزت دی، چې د تر لاسه کولو په موخه یې افغان شازلمیو ۲۰ کاله سپیڅلې مبارزه وکړه، بلاخره یې د اسد په ۲۴ مه دغه برم بیا ترلاسه کړ. اوس نو ټول ملت ته پکار ده، چې د دغه ستر ویاړ د ساتلو په موخه یو بل ته لاسونه ورکړي او پر ځان بسیا افغانستان لپاره کار وکړي.

د زمري ۲۴مه هغه ورځ، چې افغانانو د غربي استعمار غرور په ګونډو کړ، اتلو مجاهدینو د وطن پر مقدسه خاوره د ازادۍ سپیڅلی بیرغ ورپاوه او افغان ځوریدلي ملت د ارام ساه واخیسته.
