ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ای ټي اف تکواندو ملي فدراسیون دوو ملي لوبغاړو د اسیا اتلولۍ کپ سیالیو کې د طلا مډالونه وګټل

د افغانستان د ای ټی اف تکواندو ملي فدراسیون دوو تنو ملي لوبغاړو علي اکبر په ۶۲ کیلو ګرام او سمیر رحماني په ۵۸ کیلو ګرام وزن کې د اسیا اتلولي کپ سیالیو په جریان کې خپل چینایي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړی مقام او د سرو زرو مډالونه وګټل.

 د اسیا اتلولي کپ سیالۍ د مرکزي اسیا د پینځو هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ له دوو ورځو راپدېخوا د چین هېواد په اونان ښار کې پیل شوې، چې ګډون کوونکي ورزشکاران پکې د اسیا اتلولۍ کپ د ګټلو په موخه سیالۍ ترسره کوي.

په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه دوو ورزشکارانو او یو د لوبډلې رییس ګډون کړی، چې د هېواد بل استازي تېره ورځ خپل چینایي سیال ته په ماتې ورکولو سره لومړی مقام او د سرو زرو مډال ترلاسه کړی و.