ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د منار جام د ښې ساتنې په موخه غونډه شوې

د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور په معینیت کې د غور منار جام د استحکام او ورپېښو طبیعي ګواښونو د ارزولو او مخنیوي په خاطر د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ غونډه ترسره شوې.

د غه غونډه چې دریاست الوزرا مقام د ځانګړي حکم له مخې جوړه شوې وه، د اوبو او انرژۍ، ښارجوړنې، مالیې، کورنیو چارو، ملي دفاع، استخباراتو او د کلیو او پراختیا وزراتونو استازو پکې ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي ويلي؛ د هریرود سیند ورستي له خطره ډک سېلابونو منار جام ته زیان اړولې وو، چې د بیارغونې لپاره یاد وزارت ژر لاس په کار شو او د منار شاوخوا یې له موانعو څخه پاکه کړه.

مولوي عتیق الله عزیزي زیاته کړې؛ د منار جام دوامداره ساتنې ته اړتیا لري او باید پر یو اوږود مهال پلان یې کار وشي، چې له مخې یې منار جام په راتلونکې کې له هر ډول زیان او ګواښ څخه خوندي وي.

د هنر او کلتور مرستیال د یادو وزارتونو استازو ته سپارښتنه کړې، چې له هر ممکنې لارو باید یو بل ته لاسونه ورکړو او خپل شته امکانات په کار واچوو ترڅو د یاد منار تاریخي عظمت با وقاره او مستحکم پاتي شي .

په دې غونډه کې د یادو وزارتونو استازو پرېکړه کړې، چې د اړونده ادارو او وزارتو له خوا یو فني او مسلکي پلاوی وټاکل شي او د اوږد مهال پلان په ترڅ کې منار ته د غزیدلي سړک، د ابو بند جوړولو او د ممکنه سېلابونو د مخنیوي لپاره په یوه کامیاب پلان کار وکړي او هم هلته د سېلانیانو د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې خپل  بشپړ راپور د ریاست الوزرا مقام ته وړاندي کړي.